د سوداګریزو بانکونو د کار کوونکو لپاره د ښوونیز پروګرام جوړېدل

د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز لخوا د سوداګریزو بانکونو د بانکي عملیاتو او د قوانینو رعایتولو برخې د کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو.

دا ښوونیز پروګرامونه د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د کلني پلان سره سم، د پیسو وینځلو او نورو اړوندو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د بانکي سکتور د ظرفیت لوړولو په موخه، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۴ او ۳۰ مه، د لړم په ۱۶مه او د لیندۍ په ۱۹مه نېټه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شو. په دې پروګرام کې د سوداګریزو بانکونو د اړوندې برخې کار کوونکو ته د سوداګریزو بانکونو د پیرودونکو د شکمنو او لویو معاملو د رپوټونو چمتو کولو په برخه کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون، مقرراتو، عملیاتي برخو او یو شمیر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.





کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019